عمران خان څخه بلاول بهټو زرداري پوښتنه کړې ده
باغی ټي وي رپورټ
د پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بهټو زرداري وئيلي دي چې عمران خان تر نن ورځې پورې نه شو ويلی چې حيوان چا ته وايي، وزيراعظم د ځنګل قانون غواړي.
د خیبر پښتونخواپه درګۍ سیمه کښې يوې جلسې ته په خپله وینا کې بلاول بهټو اوويل چې وزيراعظم نن پورې دا و نه ویل او ښکاره ی نه کړه چې هغه ځناور چاته ویلي دي.
بلاول بهټو زرداري اوویل چې اولس د دې خبرې ځواب غواړي، دوی له درې کلونو راهیسې وايي چې هره اداره ټایګر فورس جوړول غواړي،هغه وایی چې د یوه کس لپاره مونږ نه غواړو چې خپلې ادارې متنازع کړي.
بلاول وويل چې دا بې اعتمادي زمونږ د جمهوريت لپاره يو امتحان دى، عمران خان پوهيږي چې په شفاف انتخاباتو کې به له ماتې سره مخ شي، ټرانسپرنسي انټرنيشنل وايي چې تر ټولو زيات کرپشن په دغه حکومت کې شوى دى، بلاول زیاته کړه چې په اليکشن کميشن کې يې ثابته کړې ده چې له هند څخه مالي مرستې ترلاسه کړي.