پاکستان مې دویم کور دې: د چین وزیر خارجه

0
80

باغی ټي وي رپورټ
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي ویلي دي چې پاکستان یې دویم کور دی. د اسلامي همکاریو سازمان د شورا ۴۸مه غونډه په اسلام اباد کې ترسره شوه. د OIC په غونډه کې د لومړي ځل لپاره د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یی هم ګډون وکړو. په همدې حال کې وانګ يي د رسنيو په وړاندې د يوې تاريخي جملې په ويلو سره له پاکستان سره د ژورې دوستۍ او مينې بېلګه وړاندې کړه.
شاه محمود قريشي او وانګ يي پرون له ليدنې وروسته په ګډه له رسنيو سره خبرې وکړې. وانګ يي خبريالانو ته وويل، “پاکستان د دوی دوهم کور دی او هغه د لومړي ځل لپاره د OIC په سرمشريزه کې ګډون کوي.” د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي او وانګ يي يوه لنډه ويډيو د خلکو زړونه وګټل.

Leave a reply