لاوروف: اوکراین ته؛ د سولهساتو راتګ به د روسیې او ناټو د جګړې لامل شي

سپوټنیک اژانس د لاوروف له قوله راپور ورکړی دی چې ناټو په بروکسل کې غونډه جوړوي او اوکراین ته د سوله ساتو ځواکونو پر استولو غور کوي خو دده په خبره، د ناټو دا پرېکړه به د اروپا امنیت له خطر سره مخ کړي او د ناټو او روسیې پر مخامخ جګړې پای ته ورسېږي.
(2022 / 3 / 23 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ټینګار کړی دی چې که چېرته ناټو اوکراین ته سوله ساتي ځواکونه ولېږي نو دا چاره به د روسیې او ناټو د مخامخ جګړې لامل شي.
سپوټنیک اژانس د لاوروف له قوله راپور ورکړی دی چې ناټو په بروکسل کې غونډه جوړوي او اوکراین ته د سوله ساتو ځواکونو پر استولو غور کوي خو دده په خبره، د ناټو دا پرېکړه به د اروپا امنیت له خطر سره مخ کړي او د ناټو او روسیې پر مخامخ جګړې پای ته ورسېږي.
لاوروف زیاته کړې ده چې امریکا باید د دوی سرې کرښې په پام کې ونیسي او ناټو له دې کاره راوګرځوي کنه بیا به یې د بدو پایلو پړه هم د دوی پر خپله غاړه وي.