د پاکستان د پوځي الوتکې سقوط پېښه کې دوه پیلوټان مړه شوي

د پاکستان هوایي پوځ ویلي چې د الوتکې غورځېدو په پېښه کې لاندې پر ځمکه چاته زیان نه دی اوښتی. عیني شاهدانو ویلي چې له نسکورېدو سره سم پر الوتکه اور لګېدلی دی او دواړه پیلوټان پکې سوځېدلي دي.
(2022 / 3 / 23 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د خیبرپښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې د پاکستان د هوایي پوځ یوه الوتکه را نسکوره شوې ده چې په پایله کې یې دوه پيلوټان ځای پر ځای مړه شوي دي.
د پاکستان هوایي پوځ ویلي چې د الوتکې غورځېدو په پېښه کې لاندې پر ځمکه چاته زیان نه دی اوښتی. عیني شاهدانو ویلي چې له نسکورېدو سره سم پر الوتکه اور لګېدلی دی او دواړه پیلوټان پکې سوځېدلي دي.
د پوځ په خبره، تر اوسه پورې د الوتکې د نسکورېدو علت څرګند نه دی خو پولیسو یې په اړه د پلټنو خبره کړې ده.