عدم اعتماد، عمران خان ویلي کله به هم استعفی وړاندې نه کړي

0
151

باغی ټي وي رپورټ
وزیراعظم عمران خان په یو بیان ویلي دي چې هغه به په هیڅ صورت کې هم استعفی نه ورکوي، هغه وایی چې هغه به د اپوزیشن سره تر وروستي بال پورې مبارزه وکړي او د رایې ورکولو څخه یوه ورځ مخکې به سرپرایز ورکړي
وزيراعظم هاؤس كښې خبريالانو سره خبرو كښې عمران خان وويل چې د نیوټرل ټکې ی د ښه كولو او د بدۍ نه منع كولو په تناظر کې غلط تعبير شوے دې او دې څخه ی غلط مطلب اخستل شوې دې.
هغه اوویل چې د نیوټرل ټکی ی د ښه کولو او د بدو څخه منع کولو لپاره استعمال کړې وو.
هغه وويل په پوځ غلطې نيوکې کيږي، هيواد ته د يو مضبوط پوځ اړتيا ده، که پوځ نه وى نو هيواد به په دريو برخو کې ویشل شوې وې، خان زیاته کړه چې پوځ بايد دسياست لپاره بدنام نه کړې شي.
ده ووئيل د مسلم ليګ ن او پيپلز پارټۍ سياست د غلا او غلا پټول دي، چا ته دا غلط فهمي شوې وي ده چې زه به په كور كښې کیښنم، خان زیاته کړه چې په هيڅ صورت به استعفي نه وركوم.

Leave a reply