لنډیکوتل کې هم د پاکستان ورځ ونمانځل شوه

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان ورځ په اړه د مارچ په ۲۳ مه په حمزه بابا سپورټس کمپلیکس لنډیکوتل کې د ۱۰۷ ونګ په مرسته یو رنګارنګ تقریب ترسره شو.
په دې دستوره کې د مختلفو سکولونو ماشومانو د سندرې او ملی نغمې وړاندې کړې چې د حاضرینو لخوا وستایل شوې.
د مراسمو په پای کې د شینواري سټار او ایف سي ۱۰۷ ونګ د کرکټ لوبډلو ترمنځ د کرکټ یوه سیالي ترسره شوه.
د دوستانه سیالي شینواري سټار کرکټ لوبډلې وګټله. د غونډې خاص مېلمانه د کرنل حسن شېر نه علاوه کېپټن عدنان،صوبېدار میجر نوشاد، تحصیل لنډی کوتل چیئر مین حاجی شاه خالد، د خیبر سپورټس کلب صدر معراج الدین شینواری، جنرل سیکرټری کلیم الله شینواری او د خیبر سپورټس کلب کرکټ کمیټی صدر فیاض شینواری وو.
په دې موقع خاص مېلمه کرنل حسن شبير ووئيل چې د خوشحالۍ په دې موقع د پاکستان اولس او فوځ يوځای دي،دوی په اتفاق دی او ځوانانو ته به دا موقعې برابرې كړي چې په مثبتو چارو او لوبو كښې برخه واخلي.
ورسته بیا مشر میلمه زده كوونكو او لوبغاړو ته جایزې ورکړې.






