پاکستان یو ذمه وار ایټمي ملک دې: صدر پاکستان

0
168

باغی ټي وي رپورټ
صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې پاکستان یو ذمه وار ايټمي طاقت دې او د ټولو هېوادونو سره سوله غواړو۔

د مارچ په 23مه نېټه دستورې ته خطاب كښې اولس مشر ډاكټر عارف علوي ووئيل چې مونږ ټول نن د تحريک پاكستان مشرانو او كاركوونكو ته د خراج تحسين وړاندې کړ، صدر پاکستان اوویل چې راځې چې نن د د هېواد د ازادۍ او خودمختاري د تل لپاره د ساتلو عزم وكړو۔
ده ووئيل د پاكستان مقصد د يو جديد اسلامي فلاحي رياست جوړول وو٬ يو داسې حكومت چې د اسلامي اصولو په بنياد د يوې معتدله او روادارې ټولنې عملي نمونه وړاندې كړي٬ صدر پاکستان اوویل چې داسې حكومت چې په هغه کې د اقلیتونو هم د ژوند او مال تحفظ او مذهبي ازادۍ څخه برخمن وي او په دې هیواد کې د مساوات، د قانون حاکمیت او د انصاف حکومت وي.

ده ووئيل مونږ دا عزم تازه كوو چې د پاكستان د باني مشرانو هغه مقصد په ترلاسه کولو کې کامیاب شو او د يو جديد اسلامي فلاحي جمهوري رياست د ترلاسه كولو لپاره په ګډه کار وکړو.

د پاکستان جمهور رئیس وویل، اسلامي نړۍ له سترو ازموینو سره مخ ده، په فلسطین او د هند تر ولکې لاندې جمو او کشمیر کې خلق د هندي له ظلم او ستم سره مخ دي، په نړۍ کې د اسلام فوبیا مخ په زیاتېدونکي څپې مسلمانان له خطر سره مخامخ کړي دی، زمونږ ملیونونه افغان وروڼه له لوږې او لوږې سره مخ دي، صدر پاکستان اوویل چې دا افغانان د ناروغي او یو شمیر مالي او د ژوند نور ستونزو سره مخ دي.

Leave a reply