لنډي کوتل د ۲۱ کروړه روپو چیکونه تقسیم شو

0
212

باغی ټي وي رپورټ
د خېبر ضلعې په لنډي کوتل تحصيل کښې د 121,50,000 (یو کروړ، یوویشت لکه او پنځوس زره روپۍ) چيکونو تقسيم کړې شو، چیکونو د پرایمرۍ سکولونو سر ښوونکو استاذانو ته ورکړل شو او په دې سکولونو کې به د پي ټي سي فنډ په ذریعه نوی مقرر شوي استاذانو ته د میاشتنې وظیفې په توګه ورکړل شي.
نن په شهيد محمد عمار سينيټ ماډل هائي سکول لنډي کوتل کښي د چيکونو ويش په اړه يوه دستوره اوشوه۔ د لنډی کوتل اسسټنټ سب ډویژن ایجوکیشن افسر حاجی غفار شینواری دا چیکونو ورکړل.
حاجي غفار شينواري په دې موقع اوویل، چې د نويو ګمارل شويو ښوونکو په راتګ سره به په لنډي کوتل کې د ښوونکو کمښت تر يوه حده پوره شي او د سيمې خلقو ته به په کور د زده کړې اسانتياوې په لاس راشي.
نوموړي له لومړي ټاکل شوو ښوونکو وغوښتل، چې د خپلو سيمو ماشومانو ته دې ښه تعلیم او تربیت روکړي تر څو د دوى راتلونکى روښانه شی او چې دا ماشومان لوړې زده کړې وکړي او د هېواد او هېوادوالو په ښه توګه خدمت وکړي.
د يادونې ده، چې د نوي ګمارل شويو ښوونکو سره به د لنډې کوټل د لرې پرتو سیمو بازار ذخه خېل، کم شلمان، لوى شلمان او پسيد خېلو کې د ښوونکو کمې پوره شي او په دغو ښوونځيو کې به وس يو او دوه نور نوي ښوونکي پر دندو مقرر کړې شي چې له امله به يې ماشومانو ته په دغو ښوونځيو کې د زده کړو طلايي موقع برابره شي.
د لنډي کولت مقامي مشرانو او ښوونکو د ډسټرکټ ایجوکیشن آفسر محمد نثار او حاجي غفار شينواري څخه مننه وکړه چې د لنډي کوتل نوي ټاکل شويو ښوونکو ته يې د دولس نيم ميليونه روپیو د چیکونو په ورکولو کې هڅې وکړي او نن دې سکولونو کې نوي استاذان مقرر کړې شو چې ځایی ماشومان ته د تعلیم او تربیت زده کړې ورکړي.

Leave a reply