برېټانیا: اوکراین ته د ټانک ضد ۴ زره توغندي ورکوو

0
97

له دې سره ځینو نورو اروپايي هېوادونو هم له اوکراین سره د وسلو او مهماتو د مرستې ژمنه کړې ده. دا وسلې به په اوکراین کې جګړې نورې هم شدیدې کړې، په داسې حال کې چې روسیه اوس هم په اوکراین کې تر فشار لاندې ګڼل کېږي او ددې احتمال شته چې کیمیاوي او ویجاړوونکې وسلې وکاروي.

(2022 / 3 / 23   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

برېټانیا په تازه څرګندونو کې ویلي چې اوکراین ته د ټانک ضد څلور زره راکیټونه ورکوي.

د راپورونو له مخې د برېټانیا دفاع وزارت به دغه ځانګړي راکیټونه ډېر ژر اوکراین ته ورسوي.

برېټانیايي رسنۍ وایي چې دغه وسله خورا پیاوړې ده او په ځیرکه توګه کار کوي، چې ارو مرو خپل هدف له منځه وړلی شي.

Leave a reply