مایک ولېس: افغانان له لوږې مري، اروپايي ټولنه باید خپل غږ اوچت کړي

0
96

مایک ولېس: افغانان له لوږې مري، اروپايي ټولنه باید خپل غږ اوچت کړي

د اروپايي پارلمان بشرپال غړي مایک ولېس په تازه څرګندونو کې ویلي چې ملګرو ملتونو له افغانستان سره د مرستو لپاره د شاوخوا څلور نیم میلیارده ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده، په داسې حال کې چې په تېرو شلو کلونو کې دغه هېواد د بهرنیانو له لوري وران شوی او میلیاردونه ډالر زیان وراړول شوی دی.

 

(2022  3 / 23   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

اروپايي ټولنه باید د افغانستان په تړاو د امریکا د چلند پر وړاندې خپله چوپتیا ماته کړي.

د اروپايي پارلمان بشرپال غړي مایک ولېس په تازه څرګندونو کې ویلي چې ملګرو ملتونو له افغانستان سره د مرستو لپاره د شاوخوا څلور نیم میلیارده ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده، په داسې حال کې چې په تېرو شلو کلونو کې دغه هېواد د بهرنیانو له لوري وران شوی او میلیاردونه ډالر زیان وراړول شوی دی.

هغه زیاته کړې په دې مرستو د افغانانو درد نه دوا کېږي او نه یوازې دا چې باید ډېرې مرستې ورسره وشي، بلکې کنګل شوې شتمني یې هم باید ازاده کړل شي.

ولېس وايي د افغانستان د وضعیت، بیا د امریکا د چلند او د افغانستان د شتمنیو کنګل کېدو په تړاو د اروپايي ټولنې اوسنۍ چوپتیا بوږنوونکې ده او باید خپل دريځ روښانه کړي.

هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې لوږه د میلیونونه انسانانو ژوند ګواښي خو نړیوال بنسټونه په وړو وړو مرستو ځان او نړۍ تېرباسي.

Leave a reply