بلوچستان کې په امتحاني پرچو کې لوي کرپشن شوې دې: تحقیقاتي رپورټ

0
50

باغي ټي وي رپورټ
په بلوچستان کې د میټرک او انټرمیډیټ امتحانونو بورډونو کې پراخه بې نظمي او رشوت اخستل شوې دي. د تحقیقاتو په راپور کې څرګنده شوې چې د امتحان پرچې په لویو پیسو پلورل شوي دي.
د تفصيلاتو ترمخه سيکرټري کالجز بشير بنګلزئي د بلوچستان بورډ آف انټرميډيټ اينډ سيکينډري ايجوکيشن په ضد د عامو شکاياتو تحقيقات شروع کړي دي ، کميټي خپل رپورټ مکمل کړي او چيف سيکرټري ته ئي استولي دي۔
انکوائري رپورټ کښې وئيلي شوي دي چې اميدواران د خپلې خوښې مرکزونو ته استولې شوي وو، لیکل شوې ځوابي د امتحان کاپیانې په غټو پيسو خرڅې شې او د نتيجو بدلولو لپاره د بلوچستان بورډ مختلف ډيپارټمنټونه استعمال شوي وو۔
په راپور کې دغه راز ویل شوي چې د پخواني رییس دفتر د ځوابونو پاڼې بدلې کړې، د بیا نښانونو لګول، د امتحاني کارکوونکو ګمارل او د دوی په انتقال کې یې د ازموینې له اصولو سرغړونه کړې ده.

Leave a reply