پوهنې وزارت ویلي چې سبا دې د هېواد پۀ ټولو یخو ولایتونو کې مدرسې او ښوونځي پیل شي

پوهنې وزارت ویلي چې سبا دې د هېواد پۀ ټولو یخو ولایتونو کې مدرسې او ښوونځي پیل شي
پوهنې وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې سر له سبا چهارشنبې څخه چې د وري (حمل) میاشتې له ۳مې سره برابره ده د هېواد په سړو سیمو کې ټول ښوونځي، مدرسې، دارلمعلمین، دارالعلوم او دارالایتامونه پيل شي.
(2022 / 3 / 22 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
پوهنې وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې سر له سبا چهارشنبې څخه چې د وري (حمل) میاشتې له ۳مې سره برابره ده د هېواد په سړو سیمو کې ټول ښوونځي، مدرسې، دارلمعلمین، دارالعلوم او دارالایتامونه پيل شي.
په اعلامیه کې که څه هم کوم ځانګړی یونیفورن نه دی مشخص شوی خو له ښوونکو او زده کوونکو څخه غوښتنه شوې ده چې د شرعي او ملي معیارونو سره سم یونیفورم واغوندي.
پوهنې وزارت ویلي چې دوی له ټولو ښوونکو او دیني عالمانو څخه غواړي چې د وطن د بچو ښه روزنه وکړي څو د ټولنې د پرمختګ، هوساینې او ځان بسیاینې لپاره سالم وګړي ټولنې ته وړاندې کړي.






