د عراق په شمال کې د نینوی په ولایت کې یو ټولیز قبر وموندل شو

0
232

 د عراق په شمال کې د نینوی په ولایت کې یو ټولیز قبر وموندل شو

 د ویلو ده چې د داعش ترهګرې ډلې د ۲۰۱۶ کال د جون په میاشت کې د عراق په شمال کې د موصل، صلاح الدین او الانبار ولایتونه په کامله توګه او د دیالا او کرکوک ولایتونو یوه برخه نیولې وه. داعش پدې سیمو کې د خپل حاکمیت پر مهال ډیر زیات کسان وژلي‌‌ او په ټولیزو قبرونو کې خښ کړي‌ دي.

(2022 / 3 / 22   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د نینوی د ښار د ملکي‌ خوندیتوب ادارې د بیان په خپرولو سره ویلي‌ دي‌ چې ددې ولایت د مرکز موصل ښار د الرفاهي په سیمه کې یو دسته جمعې قبر موندل شوی دی.

په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې پدې دسته جمعي قبر کې د ۱۴۳ تنو جسدونه موندل شوي‌‌ دي‌ چې د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۷ کلونو ترمنځه د داعش لخوا د وژلو نه وروسته دلته خښ شوي‌‌ دي.

یاد شوې ادارې ویلي‌ دي‌ اټکل شوی دی چې په عراق کې په دسته جمعي‌ قبرونو کې د ۶ نه تر ۱۲ زرو تنو پورې خښ وي.

 د ویلو ده چې د داعش ترهګرې ډلې د ۲۰۱۶ کال د جون په میاشت کې د عراق په شمال کې د موصل، صلاح الدین او الانبار ولایتونه په کامله توګه او د دیالا او کرکوک ولایتونو یوه برخه نیولې وه. داعش پدې سیمو کې د خپل حاکمیت پر مهال ډیر زیات کسان وژلي‌‌ او په ټولیزو قبرونو کې خښ کړي‌ دي.

همداشان دا سیمې د ۲۰۱۷ کال نه وروسته د نړۍوال ائتلاف په مرسته د عراقي‌ ځواکونو لخوا د داعش ترهګرې ډلې نه بیرته ونیول شوې . همداشان داعش ترهګره ډله په سیمه کې نن ورځ هم فعالیت لري‌. اوس هم وخت ناوخته بریدونه کوي.

Leave a reply