د بشري حقونو د څار اداره: افغان معارف د نړیوالې ټولنې پراخ ملاتړ ته اړتیا لري

0
74

د بشري حقونو د څار اداره: افغان معارف د نړیوالې ټولنې پراخ ملاتړ ته اړتیا لري

افغان حکومت داسې مهال د ښوونځیو له پرانیستل کېدو خبر ورکوي، چې اقتصادي فشارونه ډېر شوي دي، له ملکي اداراتو په تېره له معارف د نړیوالو مرستندویانو ملاتړ صفر ته راټيټ شوی او دا مسئله ښایي د زده کړو بهیر له ستونزو سره مخ کړي.

(2022 / 3 / 21   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د نجونو له زده کړو پراخ ملاتړ وکړي.

د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې په تازه څرګندونو کې د افغان حکومت د هغه پرېکړې هرکلی کړی چې له مخې به یې په نوي کال کې ټول ښوونځي د نجونو پر مخ پرانیستل کېږي.

دغه ادارې ددې هرکلي تر څنګ پر نړیواله ټولنه غږ کړی چې په افغانستان کې د نجونو له زده کړو ملاتړ وکړي او هر اړخیزې مرستې دې ورسوي.

سرچینه کاږي یوازې د ښوونځیو پر پرانیستلو اغېزناکې زده کړې نه شي کېدلی، بلکې نړیواله ټولنه دې د ښوونځیو اړتیاوې پوره کړي، مرستې دې ډېرې کړي، د ښوونکو د کمښت ستونزه دې حل کړي او په ښوونځي کې د ننه شته ستونزې دې په هر اړخیزه توګه حل کړل شي، څو افغان نجونې وکړی شي خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي.

Leave a reply