پاینده:د بشري حقونو او ولسواکۍ په تړاو د امریکا شعارونه نمایشي ؤ 

0
97

پاینده:د بشري حقونو او ولسواکۍ په تړاو د امریکا شعارونه نمایشي ؤ 

دی وایي د پخواني حکومت د یوه غړي په توګه د رامنځ ته شوي وضعیت په اړه مسوول دی خو په دې باور دی چې په تېر حکومت کې دنده ترسره کول یې یوه تېروتنه وه، ځکه د اصلاحاتو راوستو رښتینی نیت یې نه درلود.

 

(2022 / 3 / 20 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په افغانستان کې د امریکا د ولسواکۍ او بشري حقونو شعارونه هسې نمایشي ؤ.

د افغانستان د پخواني حکومت د مالیې وروستي سرپرست وزیر خالد پاینده له واشنګټن پوسټ سره په مرکه کې ویلي، چې امریکا په رښتینې او واقعي مانا په افغانستان کې د پرمختګ، بشري حقونو او ولسواکۍ لپاره مبارزه نه کوله، بلکې دا هر څه نمایشي ؤ.

هغه زیاتوي په افغانستان کې د اوسني وضعیت د رامنځ ته کېدو له امله تر ټولو ډېره امریکا او بیا د پخواني حکومت چارواکي ملامت دي.

دی وایي د پخواني حکومت د یوه غړي په توګه د رامنځ ته شوي وضعیت په اړه مسوول دی خو په دې باور دی چې په تېر حکومت کې دنده ترسره کول یې یوه تېروتنه وه، ځکه د اصلاحاتو راوستو رښتینی نیت یې نه درلود.

نوموړی وايي د افغانستان اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ دی او مسوولیت یې هم پر امریکا او پخواني حکومتي چارواکو دی.

Leave a reply