د ایران اټومي مذاکرات پایلې ته نږدې شوي دي

روسیه بیا وایي امریکا د اټومي تړون لاسلیک ته بېړه لري، خو زیاتوي چې دوی د ایران تر څنګ ولاړ دي او اجازه به ور نه کړي چې ددغه هېواد ګټې له خطر سره مخ شي. امریکايي لوري هم ویلي چې د ایران د اټومي هوکړې په اړه سختې پرېکړې ته تیار دي.
(2022 / 3 / 20 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د اروپايي هېوادونو ځينې استازو چې په دې مذاکراتو کې ونډه لري، په خپلو څرګندونو کې ویلي چې ښايي په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې د ایران د اټومي هوکړې په تړاو نوی توافق رامنځ ته شي.
بلخوا ایراني چارواکي وایي چې د یاد وخت ټاکل سم نه دي، خو د وين په مذاکراتو کې د پام وړ پرمختګونه شته دي.