ګارډین: نړۍ د اوکراین هومره، پاملرنه افغانستان ته نه ده کړې

0
113

ګارډین: نړۍ د اوکراین هومره، پاملرنه افغانستان ته نه ده کړې

ګارډین په یوې مقاله کې ویلي چې په افغانستان کې اقتصادي وضعیت خراب دی، کورنۍ د خپلو ماشومانو پلورلو ته مجبوره شوې دي، بیکاري اوج ته رسېدلې ده، د مامورینو معاشونه ټيټ شوي دي، خو نړۍ هېڅ وخت ددغه هېواد وضعیت ته جدي پاملرنه و نه کړه.

 

(2022 / 3 / 20  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

نړۍ هېڅ وخت د افغانستان وضعیت ته دومره جدي پاملرنه نه وه کړې، لکه نن چې اوکراین ته پاملرنه کوي.

ګارډین په یوې مقاله کې ویلي چې په افغانستان کې اقتصادي وضعیت خراب دی، کورنۍ د خپلو ماشومانو پلورلو ته مجبوره شوې دي، بیکاري اوج ته رسېدلې ده، د مامورینو معاشونه ټيټ شوي دي، خو نړۍ هېڅ وخت ددغه هېواد وضعیت ته جدي پاملرنه و نه کړه.

سرچینه کاږي چې امریکا د افغانستان شتمني کنګل کړې او ان پر ملکي اداراتو یې هم خپلو فشارونو ته ادامه ورکړې ده.

په مقاله کې راځي چې د افغانستان مالي او اقتصادي برخې له سختو ستونزو سره مخ دي او میلیونونه کسان د خوړو له کمښت ځورېږي.

سرچینه وایي بلخوا نړۍ پر اوکراین بوخته ده او د اوکرایني وګړو پالنه کوي، میلیاردونه ډالر ورلېږي، په داسې حال کې چې د افغانستان خپله شتمني کنګل پرته ده.

Leave a reply