په عدم اعتماد تحریک دې د آیین مطابق عمل وکړې شي: د پاکستان سپریم کورټ بیان

0
145

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان چيف جسټس جسټس عمر عطا بنديال وئيلي دي چې د عدم اعتماد په تحريک دې د آئين مطابق عمل وکړې شي، نوموړي وایی چې عدالت په عدم اعتماد کې هيڅ کومه دلچسپي نه لري۔
د سپريم کورټ بار ايسوسي ايشن لخوا د عدم اعتماد په ورځ د تصادم د خطرې په تناظر کښې يو آئيني درخواست جمع کړے شوے دې چې پکښې وزيراعظم، د کورنیو چارو وزارت، دفاع، آئي جي اسلام آباد، ډپټي کمشنر اسلام آباد او د قامي اسمبلۍ سپيکر فریق جوړ شوي دي او په دې درخواست کې د اپوزیشن ګوندونو او حکومت ترمینځ د عدم اعتماد په ورځ د جهګړې اندیښنه څرګنده شوې ده.
د جیو نیوز رپورټ مطابق درخواست کې داسې دریځ لیکل شوې دې چې د عدم اعتماد تحريک دې په سوله ييزه توګه سرته ورسول شي او زياته يې کړه چې د عدم اعتماد تحريک د آرټيکل 95 لاندې د هر وزيراعظم د لرې کولو لپاره آئيني لاره ده.
درخواست کې ویل شوي چې سیاسي بیانونه د عدم اعتماد په ورځ د ګوندونو تر منځ د ټکر لامل کېدای شي.درخواست کې وایی چې ستره محکمه دې ټولو ګروپونو او ګوندونو ته امر وکړي چې د عدم اعتماد تحريک دې په سوله ييز ډول ترسره کړي.
سپريم کورټ د خالي په ورځ د چيف جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ کې د سپريم کورټ بار ايسوسي ايشن د آئيني درخواست اورېدنه وکړه.

د اوريدنې په مهال چيف جسټس آف پاکستان ريمارکس ورکړو چې تر کومه ځايه چې د عدم اعتماد د تحريک خبره ده دا يو سياسي عمل دى، د عدم اعتماد تحريک بايد د آئين مطابق عملي شي او عدالت په دې کې هيڅ دلچسپي نه لري.په دې اړه لویې څارنوالۍ ویلي، چې په راتلونکي کې به په اساسي آین او قانون به په کلکه عملي شي.

Leave a reply