کندهار کې د مرمۍ د چاوندنې لۀ امله څلور ماشومانو خپل ژوند لۀ لاسه ورکړی

0
176

په ورته مهال د جمعې په ورځ د پکتیا ولایت په ګرده څېړۍ ولسوالۍ کې هم د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله دوه کسان ووژل شول او دوه نور ټپیان شول.

د هېواد په بېلابېلو برخو کې له دوو لسيزو جګړو وروسته پاتې ناچاوده توکي او چاودېدونکي توکي کله ناکله ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړوي.

(2022 / 3 / 19  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د کندهار ځايي چارواکي وايي، چې په شاولي‌کوټ ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له کبله څلور ماشومان وژل شوي دي.

د دې ولایت امنیه قومنداني زیاتوي، چې دا پېښه پرون سهار نن لس بجي دشاولي‌کوټ ولسوالي دشپږمي حوزې دګربي کول په کلي کې رامنځته شوې ده.

په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شويو چې دې مرمۍ وروسته له هغې چاودنه کړې چې ماشومان پرې لوبې کولې.

Leave a reply