بامیانو کې لۀ یوۀ کان څخه ۷۶ میلیونه عوائد ترلاسه شوي 

0
66

بامیانو کې لۀ یوۀ کان څخه ۷۶ میلیونه عوائد ترلاسه شوي 

ویل کېږي، دا پیسې د دغې ولسوالۍ اړوند له وړو او لویو کانونو څخه ترلاسه شوې دي.

بل‌خوا رسنیو راپور ورکړی، چې په تېرو وروستیو شپږو میاشتو کې له بامیان څخه ټولټال ۱۶۲ میلیونه عاید راټول شوی دی.

 

(2022 / 3 / 19  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د بامیان ځايي چارواکي وایي، چې د کهمرد ولسوالۍ دواب میخ‌زرین د سکرو ډبرو له کان څخه په تېرو شپږو میاشتو کې ۷۶ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي.

باختر دولتي اژانس لیکلي، چې دغو کانونو څخه زیاته اندازه د ډبرو سکاره کېندا کېږي او سلګونه کسان پکې په کار بوخت دي.

ویل کېږي، دا پیسې د دغې ولسوالۍ اړوند له وړو او لویو کانونو څخه ترلاسه شوې دي.

بل‌خوا رسنیو راپور ورکړی، چې په تېرو وروستیو شپږو میاشتو کې له بامیان څخه ټولټال ۱۶۲ میلیونه عاید راټول شوی دی.

د بامیان کهمرد ولسوالۍ د «دوآب میخ‌زرین» د ډبرو سکرو کان د پخواني حکومت پر مهال غیرفعال و او سږ ژمی یې بیرته د استخراج کار پیل شوی دی.

Leave a reply