د اوکراین ولسمشر د روسیې ولسمشر ته د مانا لرونکو خبرو وړاندیز کړی

0
155

د اوکراین ولسمشر د روسیې ولسمشر ته د مانا لرونکو خبرو وړاندیز کړی

ولسمشر زلینسکي وايي، د روسي پوځ د بریدونو له کبله له ماریو پول ښاره د ملکي خلکو ایستلو لار اوس هم ډب کړې ده. نوموړي ویلي، د روانې جګړې بیه دومره درنه ده چې روسیه به یې راتلونکو څو نسلونو کې هم پرې نشي کړی.

(2022 / 3 / 19  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د اوکرایین ولسمشر ولادیمر زلینسکي له روسي غوښتي چې له ځنډ پرته د مذاکراتو مېز ته راشي.

نوموړي پر روسیې غږ کړی چې ویجاړۍ بس کړي او په وینا یې اوس د اوکرایین لپاره د انصاف او خاورې تمامیت وخت راغلی.

نوموړي دا څرګندونې له هغه وروسته وکړې، چې د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین له روسیې سره د کریمیا یو ځای کولو اته کالو بشپړېدو په مناسبت لسګونه زره روسیانو ته وینا وکړه.

Leave a reply