اپوزیشن د وزیراعلی محمود خان په ضد هم د ناباورې تحریک راوړلو پریکړه کړې

0
113

باغی ټي وي رپورټ
اپوزيشن ګوندونو هم د وزيراعظم عمران خان نه پس د خيبرپښتونخوا د وزيراعلي په ضد د عدم اعتماد تحريک راوستلو فيصله کړي ده۔
سرچينې زياته کړې چې د مخالفو ګوندونو مشرانو د خيبر پښتونخوا د وزيراعلي محمود خان پر ضد هم د عدم اعتماد تحريک جمع کولو پریکړه کړې ده.
دسرچينو ترمخه دپيپلز پيپلز پارټۍ مشرانو دپي ټي ائي 45 ايم پي ايز څخه د ملاتړ باور ډاډ ورکړې دې.
سرچينې وائي دپي ټي ائي دغړو اکثريت ډله دپيپلز پارټۍ په مشرۍ کې شامليدو ته تياره ده په داسې حال کې چې دبلوچستان عوامي پارټۍ څلور کسيزه پارليماني ډله لا دمخه له حکومت څخه جلا شوې ده.
سرچينې وائي په راتلونکو څو ورځو کې به د وزيراعلي محمود خان په ضد د بې اعتمادۍ تحريک جمع کړې شي.

Leave a reply