وزیراعظم عمران خان په مشرۍ کې مهمه غونډه شوې

باغی ټي وي رپورټ
د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې شوې غونډه كښې پرېكړه شوې ده چې حكومت به د هارس ٹریڈنګ په ضد صدارتي ريفرنس راوړي۔
د تفصيلاتو ترمخه د حكومتي سياسي كمېټۍ په غونډه كښې د سترې محكمې د 2018 د فېصلې په رڼا كښې د هارس ٹریڈنګ په ضد د صدارتي ريفرنس راوستلو په لړ كښې په نورو آئيني او قانوني لارو هم غور وكړې شو۔ غونډه د وزیراعظم په مشرۍ كښې وشوه او د پي ټي ایی حکومتي مهمو چارواکو غړیو پکې ګډون وکړو.
د اطلاعاتو وفاقي وزير فواد چوهدري اوویل چې د آرټيکل 63A تشریح لپاره به سپريم کورټ کښې ريفرنس دائروي .
د پي ټي آئي مهم مشاورتي اجلاس کښي داخله وزير شيخ رشيد، د اطلاعاتو وزير فواد چوهدري او اسد عمر پشمول نورو وزيرانو ګډون اوکړو۔
ياده دي وي چي دا مشوره د پارليماني چارو صلاح کار ډاکټر بابر اعوان وزيراعظم عمران خان ته نن په غونډه کې ورکړه.






