سندهه کې د ګورنر راج لګولو په حق کې نه یم: شاه محمود قریشي

باغی ټي وي رپورټ
د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په سندهه صوبه کې د ګورنر راج مخالفت کولو سره په بیان کې ویلي دي چې په سندهه هاؤس کې چې څه کیږي هغه د میثاق جمهوریت د چارټر خلاف دي.
د تفصيلاتو ترمخه د خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي خپل يو مهم بيان کښې وئيلي دي چې هر غړي د باوقار خلقو لخوا انتخاب شوې دې او هغه د خپل ضمير مطابق د فيصلې پابند دي۔
شاه محمود قريشي وويل نن د ۹۰ لسيزې سياست تکراريږي، د همدې طرز سياست په ضد ميثاق جمهوریت راوړل شوې وو.
ده ووئيل سندهه هاؤس كښې چې كوم څه روان دي هغه د ميثاق جمهوريت خلاف دي۔خارجه وزير وويل په سندهـ کې دگورنر راج حکومت راوستول په حق کې نۀ یم، قریشي وایی چې نن دوزيراعظم په مشرۍ کې دسياسي کميټۍ غونډه ده چې دتيرو تجربو په رڼا کې به زه خپل نظر وړاندې کوم.






