حکومت پریکړه کړې چې د پي ټي آیی غړیو په ضد سپریم کورټ کې رټ داخلوي

باغی ټي وي رپورټ
د اطلاعاتو وفاقي وزير فواد چوهدري د پاکستان تحريک انصاف د قومي اسمبلۍ د منحرف غړو په ضد سپريم کورټ کښې د ريفرنس دائرولو فيصله کړې ده۔
فواد چوهدري په سوشل ميډيا جاري شوي بيان کښې وئيلي دي چې آيا هغه غړي چې داقتصادي مفاداتو له وجې بيعتونه بدلوي هغه به د ټول عمر لپاره نااهله ګرځولے شي او يا به بيا انتخاباتو کښې دګډون کولو اجازت ورکولې شي؟
په بیان کې چوهدري ویلي دي چې سپريم کورټ باید ددې مقدمې هره ورځ اوريدنه وکړي او پریکړه وکړي.
وفاقي وزير زياته كړه چې حكومت پريكړه كړې چې د آرټيكل 186 لاندې به د آرټيكل 63 اے د تشریح کولو لپاره سپريم كورټ كښې ريفرنس دائر كړې شي۔
هغه وویل چې د سترې محکمې سره به د هغه ګوند د غړو د رایو د قانوني دریځ په اړه مشوره وشي کله چې دوی په ښکاره ډول په هارس ټریډنګ کې ککړ وموندل شي او د پیسو لپاره خپلې وفادارۍ بدلې کړی، هغه زیاتوي چې سپریم کورټ څخه به اپیل وکړي چې د هارس ټریډنګ څخه پس به ددوی راي قانوني حیثیت څه وي؟
حکومت نے فیصلہ کیا ہے کہ آرٹیکل 63-A کی تشریح کیلئے سپریم کورٹ میں آرٹیکل 186 کے تحت ریفرینس فائل کیا جائیگا، سپریم کورٹ سے رائے مانگی جائیگی کہ جب ایک پارٹی کے ممبران واضع طور پر ہارس ٹریڈنگ میں ملوث ہوں اور پیسوں کے بدلے وفاداریاں تبدیل کریں تو ان کے ووٹ کی قانونی حیئثت کیا ہے
— Ch Fawad Hussain (@fawadchaudhry) March 18, 2022






