بهرنیو چارو وزارت: دوستم ته د ا.ا پلاوي له لوري د لیدنې وړاندیز نه دی شوی
بهرنیو چارو وزارت: دوستم ته د ا.ا پلاوي له لوري د لیدنې وړاندیز نه دی شوی
بهرنیو چارو وزارت هغه راپورونه رد کړي دي چې ګوندې ترکیې ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست وزیر په مشرۍ تللي پلاوي عبدالرشید دوستم ته د لیدنې وړاندیز کړی دی.
(2022 / 3 / 17 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
بهرنیو چارو وزارت هغه راپورونه رد کړي دي چې ګوندې ترکیې ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست وزیر په مشرۍ تللي پلاوي عبدالرشید دوستم ته د لیدنې وړاندیز کړی دی.
څو ورځې وړاندې د دوستم ویاند ویلي وو چې د ا.ا پلاوي دوستم ته د لیدنې وړاندیز کړی خو هغه رد کړی دی.
په همدې حال کې د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي چې نه د ا.ا له لوري او نه هم د عبدالرشيد دوستم له لورې د ليدو غوښتنه شوې ده.
د بلخي په وینا، په دې تړاو په رسنیو کي خپاره شوي خبرونه افواهات دي او هیڅ حقیقت نه لري.