ډرایورانو د پیښور او تورخم لویه لار بنده کړې ده

په جمرود کې د ټیکسي ډرایورانو د پیښور او تورخم لویه لار بنده کړې ده
باغی ټي وي رپورټ
د خيبر ضلع په تحصيل جمرود کې نن د کيري ډبو(ګاړو) ډرائيورانو په سور کمر کښي د پاک افغان لويه لار د احتجاج په توګه بنده کړي ده۔
د ډرایورانو په وینا په لنډي کوتل چاروازګي کې د ذخه خیلو قام یو شمیر زورواکي له مونږه څخه د یو ګاړي په سر سل روپۍ اخستلې.
ډرایوران وایی چې وس ی دا روپۍ د سلو په ځای ۲۰۰ ته لوړې کړي دي کوم چې مونږ سره ظلم او ناانصافي ده.
دوی د لوړپوړه چارواکو څخه غوښتنه وکړه چې په لنډیکوتل کې دې دوې څخه دا غیرقانوني روپۍ اخستل بند کړې شي.






