د پيښور او تورخم په لویه لار د ډزو پیښه

0
168

باغی ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل جمرود کې د پيښور او تورخم په لویه لار سور کمر سره نزدې د ډزو پيښه شوې ده.
د سرچنیو مطابق په دې بده پیښه کې دوه کسان سخت ژوبل شوي دي.
د ریسکیو 1122 کنټرول روم ته اطلاع ورکولو سره سمدستي طبي ټیم د پیښې ځای ته رسیدلی او ژوبل شوي کسان ی د لومړنیو مرستو وروسته روغتون ته رسول شوي دي.
ضلعي ایمرجنسي آفیسر سید شعیب منصور د دفتر څخه یو خبر جاري شوي ، په خبر کې ویل شوي دي چې ژوبل کسان ی په ډیره ښه توګه روغتون ته ورسول. په بیان کې ویل شوي چې د پیښې پس ی سمدستي ټیم د پیښې ځای ته ولیږل او ټپییانو ته ی بیړنۍ طبی مدد ورکړو او بیا ی روغتون ته ورسول.

Leave a reply