کندهار کې د نجونو او هلکانو پۀ ګډون ۱۹۳ تنه فارغ شول 

0
618

کندهار کې د نجونو او هلکانو پۀ ګډون ۱۹۳ تنه فارغ شول 

په همدې تړاو جوړې شوې غونډې ته د کندهار ولایت مقام استازي ویلي چې د افغانستان د پرمختګ یوازینۍ لار زده کړې دي او په خبره یې، دوی به نجونو او هلکانو ته د زده کړو د فرصتونو برابرولو برخه کې خپلې هڅې ونه سپموي.

 

( 2022 / 3 / 17  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

کندهار کې له یو خصوصي پوهنتون څخه ۱۹۳ نجونې او هلکان فارغ شوي دي.

په همدې تړاو جوړې شوې غونډې ته د کندهار ولایت مقام استازي ویلي چې د افغانستان د پرمختګ یوازینۍ لار زده کړې دي او په خبره یې، دوی به نجونو او هلکانو ته د زده کړو د فرصتونو برابرولو برخه کې خپلې هڅې ونه سپموي.

د یادونې ده چې پۀ دې وروستیو کې د افغانستان ټولو ولایتونو کې د نجونو او هلکانو پوهنتونونه شروع شوي او د ا.ا چارواکي وايي چې د نوي کال راتلو سره سم به ښوونځي هم پیل شي. دا پۀ داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې نړۍوالو د ا.ا پر رسمیت پېژندلو لپاره د نحونو زده کړې اساسي شرط ګڼلی ؤ.

Leave a reply