جمرود کې ځایی مشران د تحصیل دروازې مخې ته احتجاج پرلت کړې

0
135

باغی ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل جمرود ځایی مشرانو د صدای امن په نامه ښځینه وګړو له د روپو ورکولو په ضد احتجاجي پرلت کړې دې، مشرانو غوښتنه کړې ده چې د صدای امن روپۍ دې ښځو ته ددوی په په کورنو کې ورکړل شي.
د تفصیلاتو ترمخه د جمرود کوکي مشرانو د جمرود دروازه بندولو سره احتجاجي مظاهره وکړه.
په مشرانو کې ملک صلاح الدین آفریدي او شمیر نور مشرانو شامل وو. مشرانو غوښتنه وکړه چې ښځو ته دې د کورونو په دروازو کې پیسې ورکړل شي. مشرانو په انتظامیه او د صدای امن پروګرام په انتظامیه ټکونه وکړل چې دوی زمونږ باحیا ښځې په بازارونو ته په راوتلو مجبوره کوي او دوی له د صدای امن پروګرام په نامه روپۍ ورکوي چې دا زمونږ د قبایلي پښتنو ښځو سپکاوې او بې عزتي ده.
هغوی غوښتنه وکړه چې ښځو دې ته دا روپۍ په کورونو کې ورکړل شي.

Leave a reply