د اوکراین کړکېچ؛ بايډن وایي پوتین جنګي جنایتکار دی

0
154

د اوکراین کړکېچ؛ بايډن وایي پوتین جنګي جنایتکار دی

د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زیلنسکي بیا وایي چې روسیه پر یوه ترهګر هېواد بدله شوې ده او هر څه له مخه ورانوي او هر څوک وژني. نوموړي ویلي سره له دې هم د روسیې پرمختګ د پام وړ نه دی، تلفات یې درانه دي او اوکرایني وګړي یې پر وړاندې مقاومت کوي.

(2022 / 3 / 17  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په اوکراین کې کړکېچ نور هم پراخېږي او جګړې شدیدې شوې دي.

اوکراین وایي چې روسیې د تیاتر پر یوه ودانۍ برید کړی دی او هلته شاوخوا زر کسان له جګړو پټ وو، چې ښايي درنه مرګ ژوبله یې اړولې وي.

بلخوا د امریکا ولسمشر جو بایډن په خپلو تازه څرګندونو کې ویلادیمیر پوتین ته د جنګي جنایتکار خطاب کړی دی او د هغه کړنې یې غندلې دي.

Leave a reply