د بښنې نړیواله اداره؛ د افغان کډوالو په اړه د بايډن پرېکړه ګټوره ده

0
91

د بښنې نړیواله اداره؛ د افغان کډوالو په اړه د بايډن پرېکړه ګټوره ده

دوی له امریکا غوښتي چې د افغان کډوالو حقونو ته درناوی وکړي، ستونزې یې په بنسټيزه توګه حل کړي او په دې برخه کې دې یوه ځانګړې کړنلاره رامنځ ته کړي څو وکړی شي د زرګونه افغانانو په ژوند کې اغېزناک بدلون راولي.

(2022 / 3 / 17  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د بښنې نړیوالې ادارې د افغان کډوالو په اړه د بایډن د پرېکړې هرکلی کړی دی.

د بښنې نړیوالې ادارې په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د بایډن له لوري افغانانو ته د موقت اوسېدو چانس ورکول یو غوره اقدام دی او په دې توګه به دوی له بحراني وضعیت وژغورل شي.

دغه اداره همدا راز وایي چې د موقت اوسېدو چانس ورکول به ستونزه حل نه کړي او کافي نه ده، خو یو غوره اقدام دی.

Leave a reply