وزیراعلی محمود خان سره وفاقي وزیر ډاکټر نورالحق قادري ملاقات کړې دې

باغی ټي وي رپورټ
د خيبرپښتونخوا وزيراعلي محمود خان او د قبائلي ضلعو په قومي اسمبلۍ کې عوامي نمایندګانو سره ملاقات کړے دے۔
د قبايلي ضلعو ايم عوامي نمایندګانو تيره ورځ د خيبرپښتونخوا وزيراعلي محمود خان سره وليدل او په قبایلي سیمو کې ی په یو شمیر ستونزو ټینګار وکړو.
په دې مهمه غونډه کې د ضلع خیبر این اې ۴۳ حلقې څخه منتخب ایم این اې او د مذهبي چارو وفاقي وزير علامه نورالحق قادري او د ټيسکو چيف انجنئير قاضي طاهر په شمول نورو قبائلي مشرانو هم ګډون اوکړو۔
د ملاقات په مهال په قبائلي ضلعو كښې د ستونزو په هواریدو او پرمختيائي كارونو تفصيلي خبرې وشوې۔
وفاقي وزير نورالحق قادري د ټيسکو چيف او وزيراعلې نه غوښتنه وکړه چې د روژې په مياشت کښې دې په قبائلي ضلعو او په خصوصي توګه د خيبر په ضلع کښې دبریښنا لوډشيډنګ کنټرول کړي او د ځایی آبادۍ ته دې د بریښنا سپلایی د عام ورځو په نسبت په روژه کې زیات وخت بریښنا ورکړي.
قبایلي مشرانو ته د ټېسکو مشر او وزيراعلي ډاډ ورکړ چې د روژې په مياشت کې به له ٨ تر ۱۰ ساعتونو برېښنا ورکول کېږي، هغوی اوویل چې د روژې په مبارکه میاشت کې به د روژه ماتي، پیشمني او د تراویح په وخت کې بریښنا ورکړل شي چې خلقو ته په روژه کې اساني وي .
وفاقي وزیر نور الحق قادري د صوبایی چارواکو څخه مننه وکړه.






