که چرې د ناباورۍ رای کامیابه شی نو د پاکستان وزیراعظم به څوک وي؟ نوم ی مخې ته راغې
باغی ټي وي رپورټ
د باغي ټي وي رپورټ مطابق پاکستان وزیراعظم عمران په ضد د بې اعتمادي راي لپاره د اپوزیشن له لوري تحریک عدم اعتماد جمع شوې دې.
په پایه تخت اسلام آباد کښې سياسي ماحول ډیر ګرم شوې دې او مخالف ګوندونه فعال دي۔
که د عمران خان پر ضد د عدم اعتماد تحريک بريالی شي نو راتلونکی لومړی وزير به څوک وي؟ په اپوزيشن اتحاد کښې مسلم ليګ ن، پيپلز پارټي او جے يو آئي مهم ګوندونه دي۔اصف زرداري په خپله وينا کښې وئيلي دي چې عمران خان به د وزیراعظم له څوکۍ لرې کړو او يو باوقار او ایمانداره انسان به وزیراعظم جوړ کړو.
بلاول زرداري هم دا خبره دوه ځله زياته کړې ده چې شهباز شريف به راتلونکی لومړی وزیر وي او له شهباز شریف به وغواړي چې د کورنیو چارو وزارت پیاوړی وساتي.
باغي ټي وي باخبرو سرچينو ویلي چې که د وزيراعظم عمران خان په ضد د عدم اعتماد تحريک کامياب شو نو د مسلم ليګ نون صدر او په قومي اسمبلۍ کې د اپوزيشن مشر شهباز شريف باندې د راتلونکي وزيراعظم لپاره اتفاق شوې دې۔ شهباز شریف د لومړي وزیر په توګه ټاکل شوی او هیڅوک پرې اعتراض نه لري.
شهباز شریف دا مهال په اسلام اباد کې فعال دی، دوه ورځې وړاندې یې د مخالفو ګوندونو لپاره د یوې میلمستیا کوربه و چې پکې د ټولو مخالفو ګوندونو مشرانو ګډون کړی وو، پرون د ایم کیو ایم پلاوي او مولانا فضل الرحمان هم له شهباز شریف سره ولیدل او زر به دا وفد شهباز شريف سره هم ليدنه کوي.
د مسلم ليګ ن صدر شهباز شريف د سماجي رابطو په ويب سائټ ټوئټر یو ټویټ کې وئيلي دي چې تاسو ټول ګلونه پرې کولی شې خو د پسرلي راتګ مخه نه شي نيولی.
په اسلام اباد کې سیاسي فضا نوره هم ګرمه شوې ده، د ګرمۍ له زیاتیدو سره سره سیاسي ګوندونه هم متحرک شوي، ګرم شوي او فعال شوي دي، د عدم اعتماد تحریک جمع کړې شوی دی، حکومت او اپوزیسیون دواړو ته 172د غړو اړتیا ده، څوک چې 172 راې ترلاسه کړي هغه به کامیاب شي خو مخکې حکومت او اپوزېشن دواړو په ډي چوک کې د مېلې کولو اعلان کړی دی.
بل اړخ ته مولانا فضل الرحمان د مارچ په ۲۵مه په ډي چوک کې د غونډې اعلان کړې دې او ويې ويل چې په همدې ورځ به پرېکړه کوو چې ترڅو پورې به زمونږ احتجاج دوام وکړي.