مکینزي ویلي چې افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته ترهګرۍ سره مبارزه سخته شوې

0
134

مکینزي ویلي چې افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته ترهګرۍ سره مبارزه سخته شوې

نوموړي ټینګار کړی دی چې داعش ډلې د امریکا تر وتلو وروسته په افغانستان کې وده کړې ده، اوس هم په دې هڅه کې دي چې ځانونه منظم کړي او پر امریکا او متحدینو یې بریدونه وکړي.

 

(2022 / 3 / 16  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د امریکا لوی درستیز جنرال فرانک مکینزي ویلي چې له افغانستان او سومالیا څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته له ترهګرۍ سره مبارزه ستونزمنه شوې ده.

هغه زیاته کړې ده چې که څه هم د ځواکونو تر وتلو وروسته طا لبانو له داعش ډلې سره د مبارزې ژمنه کړې ده خو په خبره یې، هغوی ته به دا مبارزه ډېره سخته وي.

نوموړي ټینګار کړی دی چې داعش ډلې د امریکا تر وتلو وروسته په افغانستان کې وده کړې ده، اوس هم په دې هڅه کې دي چې ځانونه منظم کړي او پر امریکا او متحدینو یې بریدونه وکړي.

نوموړي دغه راز له القاعده ډلې سره د طا لبانو پر مبارزې هم شک ښودلی دی ځکه چې په وینا یې دا به د هغوی لپاره ځکه سخته وي چې دواړه ډلې له پخوا څخه له یو او بل سره نه شلېدونکې اړیکې لري.

Leave a reply