عمران خان ته په سوات راتلو ستړي مشي وایو: وزیراعلی محمود خان

0
132

باغی ټي وي رپورټ
نن د خیبر پښتونخوا په شمالي سیمه سوات کې وزیراعظم عمران خان او ورسره نور لوړپوړي د حکومت مشران یوې لوی اولسي غونډې ته خپلې ویناوې وکړي.
د سوات په دې لویه عوامي غونډه کې وزیراعظم مشر میلیمه وو، وزیراعلی خیبر پښتونخوا په دې لویه عوامي غونډه کې عمران خان ته د ټول سوات او صوبې د اولس یو نماینده په توګه په خیرراغلې او ستړي مشي اوویل.
وزیراعلی اوویل چې پخواني حکومتونو زمونږ صوبې او سوات لپاره هیڅ هم نه دي کړي او هم دا عمران خان او د پي ټي آیی حکومت دې چې زمونږ د صوبې او ټول سوات د اولس خدمت ی کړې.
وزیراعلی اوویل چې وس د غلو او ډاکوانو ډله د عمران خان د حکومت په ضد ده ،پخواني حکومتونو د اولس لپاره هیڅ کوم د پرمختګ کار او خدمت نه دې کړي او نن په کومه خوله دوی د عمران خان د حکومت په ضد تحریک پیل کړي دې.

Leave a reply