پخواني ګورنر په ضلع خیبر د پي ایم ایل ن دفتر پرانسته کړې ده

باغی ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل باړه بازار کښې د خېبرپښتونخوا پخواني ګورنر اقبال ظفر جهګړاد مسلم لیګ نون د نوي دفتر پرانسته وکړه.
د نوي دفتر د پرانستې دستورې په دې موقع د مسلم ليګ (ن) فاټا كوآرډينيټر عمران آفريدي، د فاټا صدر فقير محمد آفريدي، صوبائي نائب صدر حاجي ظاهر شاه آفريدي، د باړې صدر عابد فيض آفريدي او د مسلم ليګ ن جمرود مشر اقتدار آفريدي پشمول په لسګونو اهلكار او کارکنان هم موجود وو.
ٖپخواني ګورنر جهګړا د پاکستان مسلم لیګ ن مشرانو د پاکستان د ترقې او پرمختګ لپاره ددې ګوند مشرانو قربانۍ وستایلې او زیاته ی کړه چې دوی به ددې وطن لپاره قربانۍ ورکوي او د اولس د پرختګ لپاره به ګامونه او پرمختیایی پروژې پیل کوي چې عام اولس خوشحال ژوند تیرکړي.






