د لاهور تخت لپاره نومونو مخې ته راغلې، پنجاب وزیراعلی به څوک جوړ شي؟

باغی ټي وي رپورټ
د وزیراعظم عمران خان په ضد عدم اعتماد راې او د پنجاب وزیراعلي په ځای د بل سیاسي مشر د وزیراعلی پنجاب په څوکې کیښنولو په اړه نوي ګونګوسي او خبرې مخې ته راغلي دي.
د باغي ټلویزیون د راپور له مخې، د لومړي وزیر عمران خان په ضد د بې اعتمادۍ رای وړاندې کولو وروسته، د ترین ډله مخې ته راغلې ده او د پنجاب د اعلی وزیر عثمان بزدار د بدلولو غوښتنه یې وکړه.
عليم خان هم د ترين له ډلې سره يو ځای شو او د بزدار د بدلون په تحريک کې د اپوزيشن ګوندونه هم شامل شول، اپوزیشن ته ډاډ ورکړل شوې چې بزدار به د بې اعتمادې رای وروسته له واکه لرې شي، خو اتحادي ګوندونه او اپوزيشن د بزدار په سمدستي توګه د بدلون غوښتنه کوي.
د اپوزیشن ګوندونو لخوا پرویز الهي ته ډاډ ورکړل شو چې که هغه وزیر اعلی جوړ شي نو دوی به د اپوزیشن ملاتړ وکړي ،وس پروېز الهي هم د حکومت څخه خفه ښکاري.
د باخبرو سرچينو له مخې په پنجاب کې هم د بزدار تګ هم ایسار شوې دې. د بزدار له ګوښه کېدو وروسته د پنجاب دوه مهم نومونه د وزيراعلي په توګه مخې ته راغلي دي، پروېز الهي وايي لومړی دې وزیراعلی جوړ کړي، اپوزيشن هم غواړي چې چوهدري پروېز الهي وزیراعلی جوړ شي وي او اصف زرداري هم د مسلم ليګ (ق) ګوند ته د وزيراعلي څوکۍ ورکولو لپاره ره پوره پوره هڅه کوي.
د وزيراعلي لپاره بل نوم د مسلم ليګ (ن) د مشر ملک احمد خان مخې ته راغلې دې، ملک احمد خان د مسلم ليګ (ن) وياند پاتې شوى، که څه هم د حمزه شهباز وياند دوه ورځې وړاندې ويلي وو، چې حمزه شهباز به وزيراعلي وي. بل خوا د مسلم لیګ (ن) یوې ډلې د حمزه شهباز پر ځای د ملک احمد خان د نومولو په اړه سلا مشورې پیل کړې او د ملک احمد خان نوم ی فاینل کړې دې.
د شهباز شریف د وزیراعظم کیدو په صورت کې به حمزه شهباز د پنجاب اعلی وزیر نه جوړیږي نو پیپلز ګوند به د اپوزیشن ملاتړ کوي او که پرویزالهي وزیراعلی جوړ نه شي نو پیپلزپارټي به ملک احمد خان ملاتړ وکړي.






