ملګري ملتونه: نړۍ کې لۀ ستونزو سره سره بیا هم افغانستان نۀ هېروو

0
176

ملګري ملتونه: نړۍ کې لۀ ستونزو سره سره بیا هم افغانستان نۀ هېروو

د ملګرو ملتونو په خبره، اوسمهال په افغانستان کې د کورنیو بېځایه شویو شمېر نږدې درې نیم میلیون کسانو ته رسېږي او پنځه میلیون او ۷۰۰ زره نور بیا په پنځو ګاونډیو هېوادونو کې د کډوالۍ شپې او ورځې سبا کوي.

(2022 / 3 / 16  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر کابل ته د سفر په ترڅ کې ویلي چې د کورنیو بې ځایه شویو په اړه یې له افغان چارواکو سره خبرې اترې کړې دي.

فلیپو ګرانډي زیاته کړې ده چې په نړۍ کې د ستونزو له شتون سره سره به افغانستان هېر نه شي.

د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، یوازې په ۲۰۲۱ میلادي کال کې تر ۷۰۰ زره ډېر کسان په افغانستان کې دننه د مختلفو ستونزو له امله د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

Leave a reply