د روسیې د بهرنیو چارو وزیر خبر ورکړی چې اوکراین سره یوې اساسي پرېکړې ته نیږدې شوي یو 

0
132

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر خبر ورکړی چې اوکراین سره یوې اساسي پرېکړې ته نیږدې شوي یو 

د یادونې ده چې پرون هم د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکې د مرکچي پلاوو ترمنځ مذاکراتو کې د پرمختګ خبر ورکړی و خو زیاته کړې یې وه چې د پرمختګونو سره سره روسیې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

 

(2022 / 3 / 16  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې د روسیې او اوکراین مرکچیان یوې اساسي پرېکړې ته خورا ډېر نږدې شوي دي.

د هغه په خبره، دواړه لوري د اوکراین پر یوې داسي بې طرفۍ خبرې اترې کوي چې په پایله کې یې د اوکراین امنیت تضمین شي.

لاوروف زیاته کړې ده چې دوی د یوې واقعي او مانادارې معاملې پر لور روان دي او ښایي ډېر ژر یوې هیله بښوونکې پرېکړې ته سره ورسېږي.

د یادونې ده چې پرون هم د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکې د مرکچي پلاوو ترمنځ مذاکراتو کې د پرمختګ خبر ورکړی و خو زیاته کړې یې وه چې د پرمختګونو سره سره روسیې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

Leave a reply