پټریوس: روسیه به په اوکراین کې تر افغانستان ډېر زیان وویني

پټریوس: روسیه به په اوکراین کې تر افغانستان ډېر زیان وویني
هغه ویلي داسې ښکاري چې روسي پوځیانو په تکتیکي برخه کې هیڅ زده کړې نه دي کړې، همدا لامل دی چې ډېر تلفات هم ورکوي. نوموړی وایي، دی فکر نه کوي چې روسي پوځیان دې د پلازمینې کېیف او یو شمېر نورو لویو ښارونو په نیولو بریالي شي.
(2022 / 3 / 16 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ډیویډ پټریوس چې په افغانستان او عراق کې یې د څه مودې لپاره د امریکایي پوځیانو قومنده پر غاړه لرله وایي چې اوکراین به د تلفاتو له اړخه روسیې ته تر افغانستان ډېر خطرناک ثابت شي.
هغه له سيانان سره په تازه مرکه کې زیاته کړې ده چې ان اوس لا په اوکراین کې د روسي سرتېرو تلفات په عراق کې د امریکایي پوځیانو تر تلفاتو ډېر دي.
هغه زیاته کړې ده چې که روسیه په اوکراین کې خپلې جګړې ته دوام ورکړي نو له شک پرته به یې تلفات تر هغه ډېره وي چې په ۱۹۸۰ لسیزه کې یې د شوروي اتحاد په مشرۍ په افغانستان کې ورکړي وو.
پټریوس څرګنده کړې ده چې پر اوکراین د روسیې برید په نظامي لیکو کې د روسي سرتېرو د ضعف ټکي ډېر ښه روښانه کړي دي.