امنیتي ځواکونو هلمند ولایت کې د چرسو د پروسس یوه فابریکه کشف او لۀ منځه وړې 

0
168

امنیتي ځواکونو هلمند ولایت کې د چرسو د پروسس یوه فابریکه کشف او لۀ منځه وړې 

. تر دې مخکې ځینو رسنیو د افغان کروندګرو له خولې ویلي وو چې په وروستیو میاشتو کې په کندهار او هلمند ولایتونو کې د کوکنارو کښت زیات شوی دی. د راپور له مخې، د کندهار او هلمند ولایتونو په ګڼو سیمو کې په ازاده توګه نشه یي توکي پلورل کېږي.

 

(2022 / 3 / 16  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د هلمند ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې یې د چرسو یوه فابریکه کشف کړې ده.

باختراژانس  په ٢٥ نيټه خبر ورکړ چې دغه کشف د امنیتي ځواکونو دعملياتو په بهير کې شوى دى.

ديوبل خبرله مخې: له دغې فابريکې څخه يوه زياته اندازه چرس ترلاسه شول . امنيتي ځواکونه وايي چې د قضيې په تړاو يې اته تنه نيولي دي. تر دې مخکې ځینو رسنیو د افغان کروندګرو له خولې ویلي وو چې په وروستیو میاشتو کې په کندهار او هلمند ولایتونو کې د کوکنارو کښت زیات شوی دی. د راپور له مخې، د کندهار او هلمند ولایتونو په ګڼو سیمو کې په ازاده توګه نشه یي توکي پلورل کېږي. د افغانستان جنوبي ولایتونه په تېر کې په افغانستان کې تر ټولو ډېر نشه‌يي توکي تولیدوي.

 

Leave a reply