روسیې د امریکا پر ولسمشر او ۱۳ جګپوړو امریکايي چارواکو بندیز لګولی 

0
168

 روسیې د امریکا پر ولسمشر او ۱۳ جګپوړو امریکايي چارواکو بندیز لګولی 

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي‌ دي‌ چې د امریکا لخوا د روسیې په لوړپوړو مقاماتو په ګډون د بندیز لګولو او امریکا خاورې ته د ممنوع الدخولولو په ګډون د ګنشمیر بندیزونو په ځواب کې روسیې هم د امریکا د ولسمشر جو بایدن او بهرنیو چارو وزیر انتوني‌ بلینکن په ګډون په ۱۳ جګپوړو مقاماتو بندیز لګولی دی.

(2022 / 3 / 16  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

روسیې د امریکا د ولسمشر جو بایدن او بهرنیو چارو وزیر انتوني‌ بلینکن په ګډون په ۱۳ تنو جګپوړو امریکايي مقاماتو بندیز ولګو.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي‌ دي‌ چې د امریکا لخوا د روسیې په لوړپوړو مقاماتو په ګډون د بندیز لګولو او امریکا خاورې ته د ممنوع الدخولولو په ګډون د ګنشمیر بندیزونو په ځواب کې روسیې هم د امریکا د ولسمشر جو بایدن او بهرنیو چارو وزیر انتوني‌ بلینکن په ګډون په ۱۳ جګپوړو مقاماتو بندیز لګولی دی.

روسیې دا ۱۳ تنه جګپوړي‌ امریکایي مقامات د مارچ په ۱۵ مه نیټه د بندیزونو په لست کې شامل کړل.

روسیې د لاندې امریکايي مقاماتو نومونه د بندیز په لست کې شامل کړی دی.

۱ – د امریکا ولسمشر جو بایدن

۲ – د بهرنیو چارو وزیر انتوني‌ بلینکن

۳ – د سي‌ ای اې  رئیس ویلیم بورنس

۴ –  د امریکا د دفاع وزیر لویډ جیمز اسټین

۵ ۰ د امریکا لوی درستیز مارک میلي.

۶ ۰. د امریکا د سپینې ماڼۍ د ملي‌ امنیت مشر جګ سلوان

۷ – د سپینې ماڼۍ ویانده جین ساکي

۸ –  سپینې ماڼۍ د ملي‌ امنیت د شورا مرستیال

۹ – د سپیڼې ماڼۍ د ملي امنیت  د سلاکار مرستیال دیلیپ سنګ

۱۰ – د امریکا پرمختیايي اژانس رئیس سامنتا پاور

۱۱ –  د امریکا د ولسمشر جو بایدن زوی هنټر بایدن

۱۲ – د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره هیلري کلنټن

۱۳ – د امریکا د مالیې د وزارت مرستیال

Leave a reply