په ضلع خیبر کې د سرک پرمختیایی کار پرانسته شوې ده

0
153

باغي ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل جمرود ې نوي ابادي نوشاد کلي ګودر نه تر سات سورنګ پوري سړک باندي د جوړولو کار باقاعده شروع کړے شوې دې .
د تعميراتي کار پرانسته د پي ټي آئي پخواني صوبائي اميدوار حاجي امير محمد خان آفريدي او د وفاقي وزير صلاح کار حاجي امير محمد خان آفريدي اوکړه۔
په دې موقع د جمرود ټاؤن 4 چیئرمېن انجینر حماد آفریدی، جنرل کونسلر سبیل آفریدی، جنرل کونسلر عامر زیب آفریدی، حاجی جمال آفریدی، جنرل کونسلر اشفاق آفریدی، جنرل کونسلر حاجی غفار او نور هم موجود وو.
حاجي امیر محمد خان د ټراکټور په واسطه د سړک د جوړولو کار پیل کړو.
د روډ پرانسته په موقع د وفاقی وزیر صلاح کار حاجی امیر محمد خان آفریدی اوویل چی د مذهبی چارو وفاقی وزیر پیر نورالحق قادری په حلقه کښي یو شمیر ترقیاتی کارونو شروع کړے دے او د پرمختیایی کارونو دا لړې به دوام وکړي .

Leave a reply