ملګرو ملتونو د بوږنوونکې لوږې او بېوزلۍ په اړه یو ځل بیا خبرداری ورکړی دی

ملګرو ملتونو د بوږنوونکې لوږې او بېوزلۍ په اړه یو ځل بیا خبرداری ورکړی دی
سرچینه وایي دا وګړي په کافي اندازه خواړه نه لري، اقتصادي وضعیت یې خراب دی او له بېکارۍ سره لاس او ګرېوان دي. سرچینه وایي له لوږې سره د مخ کسانو شمېره ۹۵ سلنې ته لوړې شوې ده.
(2022 / 3 / 16 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ په یوه اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې دمګړی شاوخوا ۲۴ میلیونه وګړي له سختې لوږې سره مخ دي.
سرچینه وایي دا وګړي په کافي اندازه خواړه نه لري، اقتصادي وضعیت یې خراب دی او له بېکارۍ سره لاس او ګرېوان دي. سرچینه وایي له لوږې سره د مخ کسانو شمېره ۹۵ سلنې ته لوړې شوې ده.
دغه اداره وایي سره له دې چې دا شمېرې د باور وړ نه دي، خو له بده مرغه چې حقیقت دي او په خبره یې ۸۰ سلنه افغانان دمګړی ارو مرو د خوړو د پیدا کولو لپاره پور ته اړ شوي دي.
ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې د وضعیت د دوام په صورت کې به انساني بحران په افغانستان کې لا ژور شي چې د ټولې سیمې لپاره به ښې پایلې و نه لري.





