ملګري ملتونه: افغانستان سره د مرستو په موخه نړیوال کنفرانس جوړوو

ملګري ملتونه: افغانستان سره د مرستو په موخه نړیوال کنفرانس جوړوو
ملګرو ملتونو تر دې وړاندې هم ویلي وو چې ژر به له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو د جذب په موخه کنفرانس جوړوي او له نړیوالو به وغواړي چې د روان بشري ناورین د کابو کولو په برخه کې همکاري وکړي.
(2022 / 3 / 16 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ملګري ملتونه له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو په موخه نړیوال کنفرانس جوړوي.
د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ د برخې مسوولینو ویلي چې په راتلونکو دوو اونیو کې د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانس جوړوي.
سرچینه وایي ددغه کنفرانس موخه دا ده چې له افغانستان سره بشردوستانه مرستې ډېرې شي او په دغه هېواد کې روان ناورین کابو شي.
ملګري ملتونه دغه راز وایي چې کنفرانس به د روانې میلادي میاشتې په یودېرشمه په لندن او قطر کې جوړېږي او په هغه کې به د نړیوالو مرستندویه بنسټونو، اداراتو او ګڼو هېوادونو استازي ګډون کوي.
اړوند موضوعات:
امریکا پۀ ملګرو ملتونو او نړۍوالو خیریه بنسټونو غږ کړی چې افغانستان سره مرستې ډېرې کړي
ملګرو ملتونو تر دې وړاندې هم ویلي وو چې ژر به له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو د جذب په موخه کنفرانس جوړوي او له نړیوالو به وغواړي چې د روان بشري ناورین د کابو کولو په برخه کې همکاري وکړي.






