د فوځ سرلښکر د ۲۳ مارچ په اړه مهمه لارښوونه کړې ده

باغی ټي وي رپورټ
د پوځ سرلښکر جنرال قمر جاوېد باجوه لارښوونه کړي ده چې د مارچ د ۲۳مې پرېډ او د OIC د بهرنيو چارو وزيرانو غونډې لپاره دې کلک امنيتي ګامونه پورته کړې شي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو (آی ایس پي آر) له مخې، د پوځ د مشر جنرال قمر جاوید باجوه په مشرۍ د کور کمانډرانو غونډه په راولپنډۍ کې په جنرل هېډکوارټرز (جی ایچ کیو) کې وشوه چې د ۲۳ مارچ په اړه مهمې پریکړې وشوې او په یو شمیر امنیتي موضوع ګانو ټینګار وشو.
آئي ايس پي آر ویاند وئيلي دي چې به کانفرنس کښي په مهمو نړيوالو او سيمه ايزو مسلو تفصيلي بريفنګ ورکړے شو۔






