په پيښور کې د امنیتي ګامونو جایزه واخستل شوه

باغي ټي وي رپورټ
پيښور کې ايس پي رورل نوشهروان علي په ورسک روډ باندي د مختلفو تعليمي ادارو دوره وکړه او د سيکورټي انتظاماتو جائزه ئي واخسته.
په دي موقع ډي ايس پي ورسک حاجي عنايت خان هم ورسره وو.
په سکولونو مقرر د سیکوریټی ګارډ ته د ورکړے شوي اسلحے او سي سي ټي وي کيمرو معائنه ی هم وکړه۔
نوموړي امنیتي ساتونکو ته هدایت ورکړ چې هر وخت دې چمتو اوسي. د پولیس مشر په موقع موجود پولیس اهلکار او نورو اړوند ادارو مشرانو ته لارښوونه وکړه چې د شکمنو کسانو دې نزدې څخه څارنه کوي.





