هغه هنرمنده چې پوټن ته ی رواني ناروغ ویلي وو، مړې ی یو کال پس موندل شوې دې

0
143

باغی ټي وي رپورټ
د روس هیواد هغه هنرمنده، ماډلې مړی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټن ته یې د رواني ناروغ ویلې وو،ددې ماډل مړې یو کال وروسته وموندل شو.

د برتانوي ورځپاڼې ډیلي میل د راپور له مخې د ۲۳ کلنې روسۍ ماډلې ګریټا ویډلر مړی چې له یوه کال راهیسې ورکه وه، په یوه موټر کې په یوه سوټ کیس کې موندل شوی دی.

په راپور کې راغلي چې ګریټا ویډلر د تیر کال په جنورۍ کې په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره کړې وه چې پکې هغې د روسیې ولسمشر ذهني ناروغ بللی و.

د راپورونو له مخې، ګریټا د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین لخوا نه ده وژل شوي او دا ماډل د خپل پخواني ملګري لخوا وژل شوې ده.

Leave a reply