پي ډي ایم د لانګ مارچ شیډول بدل کړې دې

0
152

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان ډیموکراتیک غورځنګ (PDM) د OIC د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې له امله د لانګ مارچ مهالویش،شیډول بدل کړی دی.

د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ کې د پي ټي اېم سټېرنګ کمېټۍ غونډه وشوه چې پکې په موجوده صورتحال غور او يو لړ مهمې پرېکړې وشوې.
د غونډې نه پس ميډيا سره خبرو كښې مولانا فضل الرحمان ووئيل چې د او آئي سي خارجه وزيران به تر 24 مارچ اسلام آباد كښې وي ، د جیو نیوز رپورټ مطابق د او ایی سی ددې غونډې په وجه به دمارچ په 23مه نېټه د اسلام آباد ته د راتلو څخه ډډه وكړي۔

هغه وویل چې دا زمونږ مېلمانه دي نو دا زموږ دنده ده چې درناوی یې وکړو، او مونږ به له لمر لوېدو وروسته ا
سلام آباد ته داخل شو.

Leave a reply